خبرونهTOPښوونه او روزنه

پوهنې  وزارت: د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانېستلو پلان نهايي شوی دی

 کابل/ د سلواغې ٢٥ / باختر

د پوهنې وزارت د خپرونو رييس او وياند مولوي عزيز احمد ريان وايي چې د نجونو د ښوونځيو د بيا پرانېستلو پلان نهايي شوى او تمه ده چې په نوي تعليمي کال کې د نجونو ښوونځي بېرته پرانيستل شي.

مولوي عزيز احمد ريان له باختراژانس سره په مرکه کې وويل: د اسلامي امارت په راتګ سره د کرونا ويروس له امله د نجونو او هلکانو ټول ښوونځي د زده کوونکو پرمخ تړل شوي و  او اسلامي امارت په  لومړي ګام کې د هلکانو ښوونځي پرانېستل او پريکړه يې وکړه چې  تر شپږم ټولګي پورې د نجونو  ښوونځي هم پرانېستل شي.

د هغه په ​​وينا؛ تر شپږم ټولګي پورې د نجونو ښوونځي په موقت ډول تړل شوي او هڅې روانې دي، چې په نوي تعلیمی کال کې د نجونو او هلکانو ټول ښوونځي له لومړي ټولگي څخه تر دوولسم ټولګيو پورې د زده کوونکو پر مخ پرانيستل شي.

نوموړی وايي چې د نوي پلان له مخې د نجونو او هلکانو لپاره ښوونځي او ټولګي جلا      شوي، چې نارینه ښوونکي به د هلکانو او ښځینه ښوونکې به د نجونوته په ټولګیو کې تدریس ورکړي.

مولوي ریان د پوهنې وزارت د تعلیمی نصاب د بیا کتنې په اړه وايي چې اوس مهال  د تعلیمي نصاب د بیا کتنې کوم پلان نشته؛ خو د پوهنې وزارت په پام کې لري چې په راتلونکو کلونو کې به په ټولنیزو مضمونونو کې جزیي بدلونونه راولي.

د هغه په ​​وينا؛ په ساینسي مضمونونو کې به هېڅ بدلون رامځته نه شی؛ خو که د ټولنيزو مضمونونو منځپانګه له ديني او ملي ارزښتونو سره په ټکر کې وي، لږ بدلونونه  به  رامنځته شي.

له بلې خوا د پوهنې وزارت  د خپرونو رييس وايي، چې په افغانستان کې زياتره  ښوونځي ودانۍ نه لري او د تېرو کلونو د جګړو له امله زیاتره ښوونځي ويجاړ شوي دي؛ خو د پوهنې وزارت د ښوونځیو د نویو ودانیو جوړولو ته ځانګړې پاملرنه کوي او د جګړې په کلونو کې د ویجاړو شویو ښوونځیو د ترمیم لپاره هڅې روانې دي.

هغه د خیالي ښوونکو او ښوونځیو د مسئلې په اړه چې په تېر حکومت کې د افغانستان د پوهنې پر وړاندې له اساسی ننګونو څخه و، وايي چې د پوهنې وزارت څېړنې ښيي چې یوازې خیالي ښوونکو او ښوونځیو نه، بلکې خیالي زده کوونکو هم شتون درلود.

مولوي ریان وويل: د پوهنې وزارت به د يوه ځانګړي پروګرام له مخې ټول دولتي او خصوصي ښوونځي بيا وڅېړي چې د خيالي ښوونکو، خيالي ښوونځیو او خيالي زده کوونکو مسئله تشخیص شی.

د هغه په ​​وينا، د ښوونځيو د څارنې بهیر په ابتدايي توګه پيل شوی. په خبره یې د پوهنې وزارت د څارنې ټیمونه دا مهال په کابل کې د ښوونځیو په څېړنې بوخت دي او ټاکل شوې په راتلونکي پسرلي کې د ولایتونو او ولسوالیو له ښوونځیو هم څارنه وشي.

هغه وايي چې د څارنې پر ټيمونو جوړولو سربېره د پوهنې وزارت مشرتابه هم ځينو ولايتونو ته سفرونه کړي او د ښوونځيو د وضعيت په اړه يې خپلې ارزونې ترسره کړې دي؛ خو د نوي تعلیمی کال له پیل سره، ټاکل شوې چې د ښوونځیو د بیا کتنې او څارنې بهیر په جدي توګه پیل شي.

د ښوونکو د معاشونو او امتیازاتو په اړه د پوهنې وزارت د خپرونو رییس وايي چې هغه معاشونه او امتیازات چې د افغانستان ښوونکي یې ترلاسه کوي، د هغوی د ژوندانه لپاره ناڅيز دي .

هغه وويل: د ښوونکو د معاشونو کمښت د تېر حکومت ميراث دى؛ خو د ښوونکو د معاشونو او امتیازاتو  لوړولو لپاره د بهرنیو مرستو جلبولو لپاره هڅې روانې دي.

هغه زیاته کړه: یونیسف ژمنه کړې چې د ښوونکو د معاشونو او امتیازاتو په ورکولو کې همکاري کوي.

مولوی ریان وايي چې له یونیسف سره خبرې روانې دي چې د افغانستان له ښوونکو سره د مرستې لپاره پر یوه ځانګړي میکانیزم هوکړې ته ورسېږي.

هغه  وايي: د پوهنې وزارت د ښوونکو د زمري، وږي او غبرګولي مياشتو معاشونه له دولتي بودجې څخه ورکړي او د نړيوالې ټولنې او يونيسف ژمنې ته په کتو سره  راتلونکي کال کې د ښوونکو د معاشونو د زياتېدو تمه شته.

د پوهنې وزارت د خپرونو رييس د مسلکي کادرونو د ظرفيتونو  لوړولو او د پوهنې  د کيفيت ښه کولو په اړه وويل: پوهنې وزارت په دې برخه کې په ګډه  دوه اساسی پلانونه ترلاس لاندې نيولي دي، په لومړي ګام کې هڅه کېږي چې د مسلکي استادانو  د استخدام لپاره زمینه برابره شي او په دویم ګام کې د رشتی خلاف د تدریس ستونزه هواره شي او هغه استادان چې د خپلې رشتې او مسلک خلاف تدریس کوي بېرته خپلو اړوندو برخو ته ستانه شي او تدریس وکړي.

د پوهنې وزارت د خپرونو رييس وايي، چې د پوهنې په برخه کې زياتره ستونزې له پخواني حکومت څخه په ميراث پاتې دي او اړتيا ده، چې دغه ستونزې په اساسي ډول حل شي.

د هغه په ​​وينا؛ د خیالي ښوونکو او ښوونځيو ستونزه، د مسلکي ښوونکو کمښت، په لرو پرتو سيمو کې د ښوونځيو لپاره د ودانيو نشتوالى او د ښوونکو د معاشونو او امتيازاتو کموالى په افغانستان کې د پوهنې پر وړاندې سترې ستونزې دي؛ خو د پوهنې وزارت مشرتابه د ټولو شته ستونزو او ننګونو د له منځه وړلو اراده او هوډ لري.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته