امنیت

پوځيانو د طالبانو يوشمېر جنګي وسايل ترلاسه کړل

کابل /د وري ٤مه / باختر
افغان ځواکونو تېره شپه په لوګر کې د وسله والوطالبانو يو زيات شمېر جنګي وسايل ترلاسه کړل.
د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند ګل حيدر احمدي د باختراژانس خبريال ته وويل د لوګر د امنيې قوماندانۍ پوليسود دغه ولايت د محمد اغې ولسوالۍ د کتب خيلوپه کلي کې د ځانګړوعملياتوپه بهيرکې د وسله والوطالبان يوزيات شمېر وسلې اوتجهيزات د هغوى له يو پټنځي څخه کشف اوترلاسه کړل.
د احمدي د څرګندونوله مخې ؛ په دغو جنګي وسايلو کې يو ارپي جي توغندى ، پنځه کلاشينکوفونه ، يو يوولس ډزې ټوپک او يو زيات شمېر چاوديدونکي توکي شته چې د پوځيانولاس ته ورغلي دي .
هغه زياته کړه د دغو جنګي وسايلو د ساتنې په اړوندڅوک نه دى نيول شوى .
ختم- ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته