– کابل/ باختر/ د زمري٢٠مه
د نيکمرغه لوی اختر د رارسيدلوپه مناسبت د افغانستان دعلماوود سرتاسري شوری د مبارکۍ پيغام
د افغانستان دعلماوو سرتاسري شوری د نیکمرغه لوی اخترد رارسیدو په مناسبت خپلې د زړه له کومي مبارکي د افغانستان جلالتماب جمهور رييس، اجراييه ريیس، ددولت د درې ګونو قواو مشرانو او غړو د افغانستان مسلمان ملت او ټول اسلامي امت ته وړاندې کوي او د الله تعالی څخه غوښتنه کوي چې د ټولې اسلامي نړۍ د حاجیانو حج مبرور وګرځوي او په افغانستان او ټوله اسلامی نړۍ کې دامن او ثبات په ټینګولو سره د نړۍ مسلمانانو ته خوښي ور په برخه کړي. په دغو مبارکو ورځو کې شتمنو کسانو ته پکار ده چې د مسکینانو، کونډو، یتیمانو، معیوبینو او نورو مستحقینو سره مرستې وکړي تر څو چې هغوی هم د اختر په خوږو پوه شي.
مسلمانان باید خپل خفګان شاته وغورځوي ، یو بل ته د ورورۍ لاسونه ورکړی او په دغه مبارکو ورځو کې له ټولو منکراتو او د شریعت ضد کړنو څخه ځانونه په کلکه وژغوري.
همدا رنګه په وسله والومخالفینو یو ځل بیا غږکوي چې له داسې کړنو څخه لاس واخلي چې د افغانانو د وژلو او ګران هېواد د ورانولو لامل ګرځي، د یو آرام، آباد او سمسور افغانستان د جوړولو په خاطر دایمي اوربند اعلام ، بین الافغاني خبرې اترې هرڅه ژر پیل او دسولې لاره خپله کړي.
والسلام
دافغانستان دعلماوو سرتاسری شوری
پاى ذ