خبرونهامنیتټولنه

پيښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت معين د هيلوترست له رييس سره وکتل

کابل، دغبرګولي٢٤مه، باختر

پيښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت معين مولوي شرف الدين مسلم نن د هيلوترست د ماين پاکولو خدمتونو شرکت له عمومي رييس جيم سره په کتنه کې په  افغانستان کې د ماين پاکولو د پروګرامونو په اړه خبرې وکړي.

د باختر اژانس د خبرله مخې؛ پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې په دې  کتنه کې مولوي شرف الدين مسلم  د بشر دوستانه کارونو او فعاليتونو په اړه خبرې وکړې او ويلي يې دي ” انسانيت په کوم ځانګړي دين او مذهب پوري اړه نلري او هرڅوک چې بشردوستانه کارونه ترسره کوي موږ يې هرکلى کوو.”

مسلم وويل: اوس په ټول افغانستان کې امنيت تامين دى او بايد هلې ځلې وشي چې چاته  د ماينونو او ناچاودو توکو د چاودنې له امله زيان ونه رسيږي.

هغه د هيلوترست شرکت لوى رييس ته  د کابل- غزني او غزني – قندهار د لويې لارې  د پاکولو وړانديز وکړ او له هغه څخه يي وغوښتل چې په افغانستان کې د ماين پاکولو پروګرامونو د ملاتړ لپاره  له بيلابيلو دونرانو څخه د مرستې د جلبولو په موخه هلي ځلي وکړي.

په همدي حال کې د هيلوترست شرکت عمومي رييس  په ټول افغانستان کې د امنيت د تامينولو له امله د افغانستان له اسلامي امارت څخه خوښي څرګنده کړه او ويلي يي دي چې اوس کولاى شي  د افغانستان په  ګوټ ګوټ کې خپل کارونه ترسره کړي.

له بله پلوه ښاغلي جيمز د ماين پاکولو په برخه کې د بودجي د کمښت  خبر ورکړ او څرګنده کړې يې ده چې هلې ځلې به وکړي چې په نږدې راتلونکي کې په افغانستان کې د ماين پاکولو پروګرامونو په اړوند د انګلستان او امريکا ملاتړ  جلب کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان اسلامي امارت  په هېواد کې د ماين پاکولو مسئله د خپلو کاري لومړيتوبونو  څخه بولي او د ماين پاکولو په برخه کې یې  له ملي او نړيوالو موسسو څخه د مرستې غوښتنه کړې ده.

د پيښو د څيړنې په چارو کې د دولت وزارت د شميرو له مخې؛ دغه وزارت د مرستندويو هېوادونو په همکارۍ تر اوسه پورې ٣٣٢٣ کيلومتره مربع ساحه له ماينونواو ناچاودو توکو څخه پاکه کړې او په ٦٠٦ کيلومتره مربع ساحه کې ماينونه لا هم پاتې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په ٢٠٢١ ميلادي کال کې په هېواد کې ١٠٢٦ملکيانو ته د ماينونو او ناچاودو توکو د چاودنې امله مرګ ژوبله اوښتې ده.

\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته