خبرونهټولنه

پکتیا کې د لاسي توکو پلورونکو لپاره ۹۰ غرفې جوړې شوې

کابل، د چنګاښ ۱۱مه، باختر 

د ګردیز ښاروالۍ مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په مرکز کې د ۴۹ زره ډالرو په لګښت د لاسي توکو پلورونکو لپاره ۹۰ غرفې جوړې شوې.

د ګردېز ښاروال مولوي حبیب الرحمن منصور د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې دې غرفو څخه يې موخه ښاري نظم رامنځته کول، لاسي توکو پلورونکو ته خوندي او غوره فعالیت اسانتیا برابرول، کاري زمینې رامنځته کول او د ښار عمومي او فرعي سړکونو په څنډو او پلې لارو کې د خپلسرو لاسي توکو پلورونکو فعالیت مخنیوی دی.

د ګردېز ښاروالۍ مسوولینو په خبره دغه غرفې هغه کسانو ته په وړیا ډول ورکول کېږي چې پخوا يې د سړک پر غاړو پلې لارو لاسي کراچیو باندې توکي خرڅول.

ورته وخت بیا د ګردیز ښاریان او لاسي توکو پلورونکي د ښاروالۍ له دې ګام هرکلی کوي او وايي چې دغه غرفې به د دوی کارو بار او اقتصادي ودې په برخه کې ګټورې تمامې شي.

د دغه ولایت د ښاروالۍ چارواکي په ورته وخت کې ښاریانو ته ډاډ ورکوي چې د ښار نظم او اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه به په راتلونکي کې دې ته ورته نور مهم ګامونه هم واخېستل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته