خبرونهTOPښوونه او روزنه

پکتیا کې ۱۰ ښوونځیو ته ودانۍ جوړېږي

کابل، د چنګاښ ١٠مه، باختر
د پکتیا د پوهنې ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې د څه باندې ١٠٠ میلیونه افغانیو په لګښت ١٠ ښوونځیو ته د ودانيو د جوړولو خبر ورکړی دی.
سرچینې باختر آژانس ته ويلي، چې د دغه ولایت په نهو ولسوالیو کې د ۱۰۶ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۰ ښوونځیو ته د ودانیو جوړولو چارې پیل شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې د یادو ښوونځیو د جوړولو په پروژه کې د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د ۶ میاشتو لپاره د کار زمینه هم برابره شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته