خبرونهاقتصادټولنه

 پکتیکا د (۱۲) لرې پرتو ولسوالیو خلک له مخابراتي اسانتیاوو برخمن کیږې

 کابل /د غویی ۲۷مه/ باختر

د پکتیکا لرې پرتو ولسوالیو اوسیدونکي وايې د نورو برخو تر څنګ په تېرو شل کلونو کې په مخابراتي برخه کې ورته هیڅ ډول کار نه دی شوی.

د یاد ولایت مسولینو باختر آژانس ته وویل چې په پنځو ولسوالیو کې مخابراتي شبکې د فعالېدو په حال کي دي او پاتې نورې به هم په نږدې راتلونکي کې په عادي ډول فعالیت ته دوام ورکړي.

د پکتیکا لرې پرتو ولسوالیو اوسیدونکي وايې چې له کلونو راهیسي د ګڼو نورو اسانتیاوو تر څنګ له مخابراتي خدمتونو هم بې برخي دي، چې خلک یې په دغه برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

په همدې حال کې د پکتیکا ولایت د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسؤلین د ولسونو ستونزې پر ځای بولي؛ خو وايې چې ډېر ژر به ټولې ولسوالۍ له مخابراتي اسانتیاوو برخمنې شي.

د پکتیکا د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوژې رئیس مولوي محمد انور قیام وایې چې د دغه ولایت  په څو ولسوالیو کې همدا اوس د مخابراتي انتنونو د فعالولو چارې په عملي ډول جریان لري.

صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته