ورزش

دهيواد دکرکټ دشپارلس کلنو ملي ټيم دکويټ ټيم ته ماتې ورکړه .

کابل باختر د لړم دريمه :
دهيواد دشپاړلس  کلنو دکرکټ ټيم پرون دکويټ ټيم ته ماتې ورکړه .
دکرکټ بورد ويندوى فريد هوټک دباختراژانس خبريال ته وويل: ددغو دواړو ټيمونو ترمنځ  سيالي پرون په قطر کې ترسره شوه او دکويټ  ټيم په پنځه ويشتو اورونو کې دافغانستان ټيم ته نهه شپيته مندې هدف وټاکه چې دهيواددکرکټ ملي ټيم وکولي شول په يوولسو اورونوکې دغه هدف پوره کړي او ګټوونکي شي
دغه سيالۍ چې داسيايي  کرکټ سياليو تر نامه لاندې  د قطر په کوربه توب دافغانستان ،کويټ ، قطر ، ايران ، هانک کانګ  دهيوادونو دټيمونو ترمنځ پيل شوي دي .
دافغانستان ټيم په لومړي  لوبه کې دوه ورځې مخکې دايران ټيم  ته هم ماتې ورکړه او ټاکل شوې ده خپله دريمه لوبه سبا دقطر له ټيم سره ترسره کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته