امنیت

څلوردېرش طالبان په قندهار کې ووژل شول

کابل / د وري ۲۳ مه / باختر
په قندهار کې ۳۴ وسله وال طالبان د نويو هوايي بريدونو په بهيرکې ووژل شول.
پر دغو طالبانو تېره شپه د پنجوايي، شاولي کوټ او ژيړي ولسواليو په مربوطاتو کې بريدونه وشول.
د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ دغه وسله وال طالبان مخکې له دې چې د افغان ځواکونو پر پوستو يرغل وکړي، د هېواد هوايي ځواکونو پرې بريدونه وکړل.
د هېواد په جنوب کې اتل قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په دغو هوايي بريدونو کې ٣۴ وسله وال طالبان ووژل شول.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې دغو طالبانو د پنجوايي، شاولي کوټ او ژيړي ولسواليو په مربوطاتو کې د افغان ځواکونو پر پوستو د يرغل نيت درلود چې هوايي ځواکونو پرې بريدونه وکړل.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يو بل خبر له مخې:
افغان ځواکونو د قندهار له ګڼ مېشتو لارو څخه د سلګونو ماينونو په کشف او شنډولو سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
د دغو ماين ښخونو په اړوند څوک نه دي نيول شوي، خو امنيتي خبرځايونه یې وسله وال طالبان مسوول بولي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته