امنیت

څلوردېرش کیلوګرامه نشه يي توکي په کونړ کې ترلاسه شول

کابل / د وري ۳۱ مه / باختر
د کونړ په مرکز اسعد آباد کې د پلټنو پر مهال ۳۴ کیلوګرامه آپين له یوې کرولا ډوله موټر څخه ترلاسه شول.
ځايي چارواکي وايي چې ترلاسه شوي نشه يي توکي له ننګرهار څخه کونړ ته لېږدول کېدل چې د پلټنو پرمهال ترلاسه شول.
د کونړ امنیه قوماندان محمد یوسف مظلوم یار وايي چې د ترلاسه شویو نشه يي توکو په تړاو یو تن هم نیول شوی دی.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته