خبرونهروغتیا

څلورویشت نجونې د میدان وردګو له نرسنګ انستیتوت څخه فارغې شوې

۳۵- کابل / د لیندۍ ۳ مه / باختر
څلورویشت نجونې نن د میدان وردګو له نرسنګ انستیتوت څخه فارغې شوې.
د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبر له مخې، په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت په میدان ښار کې جوړه شوه؛ دغو نجونو په دغه ولایت کې د نرسنګۍ په برخه کې له دوه کلنو زده کړو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
د میدان وردګو د والي مرستیال تاج محمد عمري په غونډه کې د فارغانو دنده ډېره مهمه وبلله او ژمنه وکړه چې د دغه ولایت سیمه ییزه اداره به له دوی سره هېڅ راز همکاري ونه سپموي.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته