امنیت

څلور تنه داعشيان په جوزجان ولايت کې له دولت سره يوځاى شول .

کابل باختر د زمري لومړي :
دداعشيانو دډلې څلور تنه غړي پرون له خپلو وسلو سره يې له امنيتي ځواکونوسره يوځاى شول .
دجوزجان ولايت دسيمه ئيزو مسوولينو دڅرګندونوله مخې، دغه افراد له پوځي تجهيزاتو اوڅلورو موټرسايکلونو سره دجوزجان ولايت په قوش تيپې  ولسوالۍ کې دداعش  له ډلې  سره له فعاليت څخه لاس واخست او سيمه ئيزو پوليسو ته تسليم شول .
دجوزجان ولايت امنيه قوماندان رحمت الله ترکستاني باختراژانس ته وويل دغه افراد دداعشيانو دډلې ديو سرګروپ قاري حکمت الله  پورې اړوند ووچې له شپږو مياشتو څخه راپديخوا  په قوش تيپې  ولسوالۍ کې ددولت پرضد فعاليت کول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته