امنیت

څلور تنه له طالبانو سره د همکارۍ په تړاو ونیول شول

کابل / د چنګاښ ۲۱مه / باختر
پوځيانو په کابل او لوګر کې ۴ تنه له وسله والو طالبانو سره د همکارۍ په اړوند ونیول.
د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز باختر آژانس ته وویل چې د پولیسو د ځانګړو قطعاتو ځواکونو په دوو هدفي عملیاتو کې ۴ تنه په کابل او لوګر کې له وسله والو طالبانو سره د همکارۍ په اړوند له جنګي وسایلو سره ونیول.
هغه زیاته کړه چې د نیول شویو کسانو له جملې څخه ۳ تنه یې د کابل د قره باغ ولسوالۍ او یو بل یې د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې نیول شوي دي.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته