نړۍ

دناتو شورا او روسيه خپل فعاليت له سره پيلوي .

مسکو  باختر د وري يوويشتمه :
  دناتو _ روسيې شورا په فعاليت کې له دوه کلن  ځنډ وروسته دغه شورا خپل کار بيا پيلوي .
  دناتو سرمنشي ينس استولتنبرګ په يوه خبرتيا کې اعلام وکړ چې دناتو- روسيې شورا لومړى غونډه به په راتلوونکو دوو اوونيو کې دسفيرانو په کچه په بروکسل کې جوړه شي .
دغونډې له موضوعګانو څخه هم داوکراين بحراني  حالات او ځينې نورې مسئلې  اعلام شوې دي .
استولتنبرګ دشورا دفعاليت دبيا پيلولو موخه په شفافيت  دلاسبري  لپاره دپوځي اقداماتو او دخطرونو دکمښت په باره کې سلامشورې وبللې .
دناتو عمومي منشي که څه هم دبروسکل غونډه دخبرو او ديالوک په برخه کې دسياست دوام وباله خو څرګنده يې کړه چې هغه بايد دناتو او روسيې ترمنځ  عادي اړيکو ته ستنيدل  ونه بولو .
  ځکه تر هغه وخته پورې چې روسيه ددولتونو ترمنځ حقوق په رسميت ونه پيژني  دناتو او روسيې ترمنځ دعادي اړيکو احيا کول منتفي  دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته