امنیت

څلور تنه وسله وال مخالفين د سولې له بهيرسره يوځاى شول

کابل باختر دثوردمياشتې ٢٣ :
څلور تنه وسله وال مخالفين د سولې له بهيرسره يوځاى شول
د دولت څلور تنه وسله وال مخالفين نن په کاپيسا ولايت کې د سولې له بهيرسره  يوځاى شول .
دکاپيسا ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى همايون رشيدي دباخترآژانس خبريال
ته وويل چې په دغه ولايت کې د وسله والو مخالفينو د يو تن قوماندان نورحمان حقيار په ډلې پورې اړوند څلور تنه وسله وال مخالفين له خپلو جنګي وسايلو سره
دسولې له بهيرسره يوځاى شول .
دوى وويل چې له دې وروسته دخپلو سيمو د امنيت په تامينولو او بيا جوړولوکې ونډه اخلي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته