١٦- کابل باختر د ليندي شپږ ويشتمه
دملي پوليسو دځواکونو له خوا پرون ددولت څلور تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او څلورويشت تنه نور يې ونيول شول .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر دباختر اطلاعاتي اژانس ته خبر ورکړ دملي پوليسو ځواکونو په کابل ، کندز ، هلمند ، ميدان وردګو ولايتونو په مربوطاتو کې له ملي اردو او دائتلاف ځواکونو سره په ګډو عملياتو کې چې ترسره يې کړل څلور تنه وسله وال مخالفين ووژل او څلور ويشت تنه نور يي ونيولي .
خبرځاى وويل يوه پيکا او څلور موټرونه دملي پوليسو لاس ته ورغلي دي .
دغه راز ملي پوليسو پرون هم دوسايطو ضد دوه ماينونه چې دوسله والو مخالفينو له خوا دکندز ولايت په چهار دري ولسوالۍ کې ځاى پرځاى کړي شوي و کشف اوښنډ کړي دي .