کابل، د غبرګولي٢٣مه، باختر
د بادغیس د استخباراتو منسوبینو نن د دغه ولایت په تګاب عالم ولسوالۍ کې څلور تنه په لرغونو سیمو کې د کیندلو په تور ونیول.
د بادغيس د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولوي بازمحمد سروري د باختر اژانس خبريال ته وويل، چې دغه کسان چې د فارياب ولايت اوسيدونکي دي د بادغيس د استخباراتو ځواکونو د عملیاتو په بهیر کې د دغه ولايت په تګاب عالم ولسوالۍ کې ونيول شول.
هغه وويل، چې له دغو کسانو څخه د لرغونو سیمو د لارښوونې او پېژندنې یوه دستګاه هم ترلاسه شوې ده.
ع