خبرونهامنیت

څلور تنه په بامیانو کې د چاودنې په تړاو ونیول شول

بامیان / دلیندۍ / ۸ / باختر
د بامیانو والي نن په دغه ولایت کې د څو ماینونو د چاودنې په تور د څلور تنو د نیولو خبر ورکړ.
د باختر اژانس د سیمه یېز خبریال د خبر له مخې؛ د بامیانو والي سید انور رحمتي په یوې خبري ناسته کې چې د امنیې قوماندان او د بامیانو د ملي امنیت رییس په ګډون جوړه شوې وه وویل چې د بامیانوامنیتي ځواکونو څلور کسان د بامیانو په ښار کې د څو ماینونو د چاودنۍ په تور ونیول .
هغه زیاته کړه د حقیقت موندنې جګپوړي هيئت اوڅیړونکي د کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت له ریاست څخه بامیانو ته راغلل او په مسلکي او جدي توګه پېښه څیړي چې جزییات به یی له خلکو سره شریک شي.
په روانه میاشت کې د بامیانو په مرکزکې د څو ماینونوله چاودنې وروسته د ٢ پولیسانو په ګډون ١٧ تنه شهیدان او ٥٨ تنه نور ټپیان شول.
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته