خبرونهامنیت

څلور طالبان هلمند کې ووژل شول

کابل / د لیندۍ ۱۱ مه / باختر
څلور وسله وال طالبان په هلمند کې په پوځي عملياتو کې ووژل شول او درې نور یې ټپيان شول.
دغه عمليات د هېواد هوايي او ځمکنيو ځواکونو درې ورځې مخکې د نادعلي ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره کړل.
د هلمند پوليسو د رسنيو دفتر باختر آژانس ته ويلي دي چې د دغو عملياتو په بهير کې تېره شپه څلور وسله وال طالبان ووژل شول او درې نور يې ټپيان شول.
د نښتې په پاى کې د وسله والو طالبانو څو جنګي وسايل هم د پوځيانو لاسته ورغلل.
وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يو بل خبر له مخې: پوځيانو د هلمند له ګڼ مېشتو لارو څخه د١٠ ماينونو په کشف سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته