امنیت

څلور طالبان په غور کې ټپیان شول

کابل / د سلواغې ۲۹ مه / باختر
څلور وسله وال طالبان نن په غور کې له پوځیانو سره په نښته کې ټپیان شول او یو بل یې ونیول شو.
د غور د امنیې قوماندانۍ ویاند امیر داد پارسا باختر آژانس ته وویل چې د فېروز کوه په لوېدیځ آهنګرانو سیمه کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتې له امله څلور وسله وال طالبان ټپیان شول او یو بل یې ونیول شو.
ویل کېږي دغه عملیات له درېو ورځو راپدېخوا د وسله والو طالبانو له شتون څخه د فېروزکوه ښار د ځینو برخو د پاکولو په موخه پیل شوي دي.
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته