امنیت

څلور وسله وال طالبان په بادغيس کې ووژل شول

کابل /د کب ٣٠مه /باختر
څلور وسله وال طالبان تېره شپه د بادغيس په مقر ولسوالۍ کې د هوايي ځواکونوپه بريد کې ووژل شول او ٦ نور وسله وال طالبان ټپيان شول.
د هېواد په لويديځ کې د ٢٠٧ظفر قول اردو د مطبوعاتي دفترمسوول د باختراژانس خبريال ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د بادغيس د مقر ولسوالۍ د سنجدک او د ښارستان په کليو کې افغان ځواکونوته کمين نيولې و چې د هېواد د هوايي ځواکونوله خوا پرې بريد وشو .
هغه وويل په دې هوايي بريد کې ٤ وسله وال طالبان ووژل شول او ٦ نورطالبان ټپيان شول.
ختم- ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته