امنیت

څلور پوليس په غور کې شهيدان شول

کابل / د غویي٢٠مه / باختر
د طالبانو يو نفوذي تېره شپه د فيروزکوه په شمال کې د پوليسو په يوه پوسته کې پرپوليسو ډزې وکړې او څلور پوليسان يې شهيدان کړل.
دغور د ولايتي روغتون يومسوول باخترآژانس ته وويل: د وسله والو طالبانو دغه نفوذي د فيروزکوه د شمال په تيلک کاشي سيمه کې هغه وخت پر پوليسو ډزې وکړې چې هغوي ويده وو.
د ويلو ده چې د وسله والو طالبانو دغه نفوذي د پوليسو په پوسته کې پوځي تجهيزات له ځانه سره وړي دي.
د غور امنيتي مسوولان په دې اړه څه نه دي ويلي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته