امنیت

څه دپاسه ۴۰ کیلوګرامه نشه يي توکي په پکتیا کې ترلاسه شول

۱۴- کابل / د سلواغې ٢١ مه / باختر
د پکتیا په احمد آبا ولسوالۍ کې پولیسو د علمیاتو پرمهال ۴۳ کیلوګرامه نشه يي توکي ترلاسه کړل.
د پکتیا امنیه قوماندان نجیب الله سرتېر وايي چې د ترلاسه شویو چرسو په تړاو یو تن نیول شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې پولیسو وړمه ورځ هم د پکتیا د سید کرم ولسوالۍ په بر سیجنک کلي کې ۵۱ کیلوګرامه نشه يي توکي ترلاسه کړي وو.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته