خبرونهامنیتTOP

څه د پاسه زر افغان پوځيان له وسایطواو تجهیزاتوسره له ا.ا سره یوځای شول

کابل / د وږي ۲ مه / باختر
څه د پاسه زرافغان پوځيان له خپلو وسایطو او تجهیزاتوسره چې مخکې ایران ته تښتېدلي وو، پرون له ا.ا سره یوځای شول.
په فراه کې د ا.ا د فرهنګي کمېسیون سرپرست بدرالدین باخترآژانس ته وویل چې پرون څه د پاسه ۱۰۰۰ افغان امنیتي ځواکونه چې مخکې له ټولو تجهیزاتو سره د فراه له لوا څخه ایران ته تښتېدلي وو، د ا.ا امنیتي ځواکونوته تسلیم شول.
د هغه د څرګندونوله مخې؛ د ا.ا د بخښنې د فرمان پراساس دغه ځواکونه وبخښل شول او ويې ویل چې هیڅکله به دوی ترګواښ لاندې ونه نیول شي.
بدرالدین زیاته کړه: د دغوځواکونو له تسلیمېدو او ا.ا ته د جنګي وسایلو له سپارلو وروسته ا.ا له هر سرتېري او افغان امنیتي منسوبینو سره د ۳۰۰۰ افغانیو مرسته وکړه.
د یادونې وړده چې څه د پاسه ١٠٠٠ افغان پوځيان کله چې د فراه ولایت د طالبانو ترکنترول لاندې و، له ټولوتجهیزاتوسره ایران ته تللي وو.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته