امنیت

څوارلس طالبان په زابل کې ووژل شول

کابل / د وري ۵ مه / باختر
په زابل کې ۱۴وسله وال طالبان په نویو نښتو کې ووژل شول.
پر دغو طالبانو تېره شپه او نن په ارغنداب، ميزان او شاه جوی ولسوالیو کې بریدونه وشول.
د زابل یو امنیتي مقام وایي چې دغه طالبان په ډار اچوونکو فعالیتونو بوخت وو چې له هوا او ځمکې پرې بریدونه وشول.
هغه باختر آژانس ته په ټلیفوني اړیکه کې د ۱۴ وسله والو طالبانو وژل کېدل تایید کړل.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يو بل خبر له مخې:
افغان ځواکونو د زابل له ګڼ مېشتو لارو څخه د ۲۱ ماينونو په کشف او شنډولو سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
د دغو ماين ښخونو په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته