خبرونهامنیت

څوارلس طالبان په کونړ کې ووژل شول

 کابل / د چنګاښ ٤مه / باختر

څوارلس وسله وال طالبان په کونړ کې په هوايي اوځمکنيو بريدونو کې ووژل شول.

پر دغو وسله والوطالبانو تېره شپه په ماڼوګي او سرکاڼو ولسواليو کې بريدونه وشول.

دهېواد په ختيځ کې د سيلاب قول اردو يو مقام باخترآژانس ته وويل: د ځمکنيو او هوايي ځواکونو په بريدونو کې ١٤ وسله وال طالبان ووژل شول.

په دغو بريدونو کې د وسله والو طالبانو ٤ مرکزونه له ټولو جنګي وسايلو سره يې له منځه يووړل شول.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته