اقتصاد

څوارلس ميليونه ډالره ليلاميږي

کابل باختر د کب د مياشتې ٢٢ مه: مرکزي بانک (١٤) ميليونه ډالره د ليلام په ډول پلوري. د دغه بانک په هغه ليک کې چې باختر آژانس ته ليږل شوى دى؛ ويل شوي دي: د افغانستان بانک د روان کال د کب د مياشتې په ٢٣ نيټه د چهار شنبې په ورځ (١٤) ميليونه ډالره د ليلام په ډول پلوري. په شرايطو برابرهغوصرافانواوتجارتي بانکونوته چې پخوا يې يو ميليون او ٥٠٠ زره افغانۍ د تضمين په ډول دافغانستان بانک د بازار د عملياتو په لوى مديريت کې تحويل کړې دي؛ بلنه ورکول کيږي چې په دغو داوطلبيوکې ګډون وکړي او د ليلام ګټوونکي مکلفيت لري چې خپل حسابونه دې د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي . هغه صرافان چې تر اوسه پورې يو ميليونو پنځه سوه زره افغانۍ د تضمين په ليلامونوکې د ګډون په مقصدنه دي تحويل کړي؛ کولاى شي له داوطلبي څخه يوه ورځ مخکې دخپل تضمين پيسې تحويلې اوپه راتلوونکو ليلامونو کې دې ګډون وکړي. د يادونې وړ بلل کيـــــږي چې د معاملــو قسمي تر سره کول مجاز نه دى، د ليلام ګټوونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى په نغدي ډول او په حوالــــې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي. يادونه: مزايده کوونکي نشي کولاى له ټولو اعلام شويو پيسو څخه په سلوکې له دريو څخه زياتې پيسې وغواړي. پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته