امنیت

په لويو لاروکې د تروريستي بريدونو مخه ونيول شوه

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٠
درې تنه ماين ښخوونکي پرون په جوزجان ولايت کې ونيول شول.
د جوزجان ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند باختر آژانس ته وويل: دوسله والو طالبانو په ډلې پورې اړوند درې تنه ماين ښخوونکي د شبرغان ښار په منګوټي سيمه کې د دغه ولايت د پوليسو له خوا هغه وخت ونيول شول چې غوښتل يې ښارته په غځيدلي واټ کې ماين ښخ کړي.
خبرځاى وويل: له دغوکسانو څخه يوه اندازه جنګي وسايل او څو ماينونه هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته