امنیت

څوارلس وسله وال طالبان په بادغيس کې ووژل شول

کابل/ د وږي ۳۱ مه / باختر
د بادغيس سيمه ييز مسوولين وايي چې د دغه ولايت د بالامرغاب ولسوالۍ په خواجه سيمه کې پرون د وسله والو طالبانو پر پټنځيو د ناټو ځواکونو په هوايي بريدونوکې د دوو مشهورو قوماندانانو په ګډون ١٤وسله وال طالبان ووژل شول.
د بادغيس يو سيمه ييز مسوول باختر آژانس ته وويل چې په بريد کې د١٤وسله والو طالبانو په وژل کېدو سربېره، د بالامرغاب ولسوالۍ په خواجه ساحه کې د وسله والو طالبانو سنګرونه او پټنځي هم له منځه وړل شوي دي.
هغه وويل چې وژل شوي قوماندانان عبدالعزيز او محمدګل په بالامرغاب ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د سوق او ادارې مسووليت په غاړه درلود.
ختم-ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته