خبرونهټولنه

چارواکي: د افغانستان اسلامي امارت د اهل هنودو سر او مال ساتنې ته ژمن دی

کابل، د چنګاښ ۱۲ مه، باختر
د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي حبیب الله مجاهد، د ملي راډیو تلویزیون آمر مولوي عبدالرحمن ځلاند او یو شمېر نور کارکوونکي، د دغه ولایت پیرتنات درمسال ته ورغلل او د غزني د اهل هنودو قومونو سره یې د ساوندر سنګ غزنوي، چې څه موده وړاندې د کابل ښار په کارته پروان سیمه کې د اهل هنود پر عبادتګاه برید کې یې ژوند له لاسه ورکړی و، خواخوږي او غم شریکي وکړه.
د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي حبیب الله مجاهد په دې کتنه کې د خپلې خواخوږۍ او غم شریکۍ تر څنګ وویل، چې د افغانستان اسلامي امارت د هېواد د ټولو وګړو په ګډون د اهل هنودو او سنګ قومونو د سر او مال ساتنې ته ژمن دی.
مولوي حبیب الله مجاهد په دې کتنه کې د هېواد له هغو اهل هنود چې په نورو هېوادنو کې د مهاجرت شپې او ورځې سبا کوي، وغوښتل چې بېرته خپل ټاټوبي ته راستانه شي.
مجاهد وویل چې که چېرته د اهل هنودو او سنګ قومونو ځمکې او جایدادونو په غزني ولایت کې د کوم چا او ارګان له لوري غصب او نیول شوې وي، دوی دې خپل اسناد د غزني ولایت ځایي ادارې ته وسپاري چې ملکیتونو یې بېرته ورکړل شي.
په همدې حال کې سوربیر سنګ د غزني ولایت د اهل هنود په استازویتوب د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس له غم شریکۍ او خواخوږۍ قدرداني او ستاینه وکړه او د افغانستان له اسلامی امارت یې وغوښتل چې د دوی جایدادونه دې بېرته ورته وسپارل شي.
س.صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته