کابل، د چنګاښ ۷ مه، باختر
د جوزجان سیمه ییز چارواکي وايي، چې د لویو او ملي پروژو ساتنه د خلکو مسوولیت دی او د ساتنې او پالنې لپاره یې باید ټول ښاریان یو موټی شي.
د جوزجان د والي مرستیال مولوي ګل محمد نن د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې د جوزجان ټول اوسیدونکي د سړکونو، برېښنا د ستنو او عامه تاسیساتو د ساتنې مسوولیت لري او باید په ساتنه کې یې د اسلامي امارت له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره همکاري وکړي.
د جوزجان د والي مرستیال په خبره، د خلکو د ستونزو د حل، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او د هېواد د پرمختګ په موخه په ولایتونو کې سترې ملي پروژې پيل شوي او ټولو ته به یې ګټه ورسیږي.
په همدې حال کې د جوزجان اوسېدونکي وايي، چې د عامه تاسیساتو او شتمنیو ساتنه د هېواد د هر وګړي فردي او ټولنیز مسوولیت دی.
د جوزجان د اوسېدونکو په وینا، د عامه تاسیساتو د تخریبېدو زیان عامو خلکو ته رسېږي؛ نو اړتیا ده چې په ساتنه کې یې ټول خپل مسوولیت ادا کړي.
\ ذ