خبرونهفرهنګ

چارواکي: رسنۍ د دولت څلورم رکن دی

کابل/ د غوايي٢٧مه/ باختر

د سرپل ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولينو  د دقيقې اطلاع رسونې او د رسنيو او خبريالانو د ستونزو د حل کولو او د امنيت تامينولو په مقصد پرون  د دغه  ولايت  د صوتي رسنيو څارنه وکړه او  هغوى ته یې د رسنيو  د قانون له مخې لازمې او مسلکي سلا مشوري وشوې.

د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اطلاعاتو امر ايام الدين يولداش باختراژانس ته وويل چې په هېواد کې رسنۍ د دولت څلورم رکن دى او د ټولنې پر وړاندې مهم او ستر مسووليت لري.

هغه زياته کړه چې د رسنيو مسوولين او خبريالان دنده لري چې خلکو ته په اطلاع رسونه کې دقت وکړي او په خپلو ورځنيو چارو کې د ژورناليزم معيارونه په کې ونيسي.

پاى\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته