خبرونهامنیت

چارواکي: شینډنډ ولسوالۍ د هرات په امنې ولسوالۍ بدله شوې ده

 کابل، غبرګولي۱۳مه، کابل

د هرات شينډنډ ولسوال له باختر آژانس سره په مرکه کې وويل چې شينډنډ د اسلامي امارت له واکمنۍ راپدې خوا د هرات ولايت تر ټولو امنه ولسوالۍ بلل شوې ده .

د شينډنډ ولسوال وايي، چې امنيتي ځواکونه د خلکو د امنيت د تامين لپاره هڅې کوي او اوس په ولسوالۍ کې کوم ګواښ نشته.

نوموړی وايي هغه خلک چې د جګړې له امله له خپلو کورونو تښتېدلي وو، د اسلامي امارت په راتګ سره بېرته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

د شينډنډ ولسوال وايي، چې د جګړې له امله په دې ولسوالۍ کې د برېښنا پايې او ځينې صندوقونه ويجاړ شوي او په راتلونکو اوونيو کې به د دې ولسوالۍ برېښنا د ١٢ ساعتونو لپاره فعاله شي او کار پرې روان دى.

هغه زیاته کړه، چې د مشورې او پراختيا په برخه کې دا مهال په ياده ولسوالۍ کې د پلونو جوړولو، پخولو او سړکونو جوړولو چارې روانې دي.

د هرات د شينډنډ ولسوال زياته کړه چې په دې ولسوالۍ کې د دوو دولتي روغتونونو ترڅنګ يو شمېر شخصي روغتونونه او کلينيکونه هم شته چې د خلکو روغتيايي ستونزو د حل لپاره کار کوي.

منيب همدا راز زياتوي، چې په شينډنډ کې نور نشه يي توکي نه کرل کېږي او کروندګر يې اوس حلال کښت ته مخ کړې.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته