کابل / د وري ۲۳ مه / باختر
د سمنګانو امنیه قومندان وايي چې په دغه ولایت کې هیڅ پولیس حق نه لري چې مجرم ووهي.
د باخترآژانس خبریال د خبرله مخې، د سمنګانو امنیه قوماندان د خپل امرلاندې ځواکونو ته لارښونه کړې او ویلي یې دي چې هېڅ پولیس د مجرم د وهلو او ډبولو حق نه لري.
هغه زیاته کړه چې د پولیسو دنده د مجرم نیول دي او مجازات کول د عدلي او قضايي ارګانونو دنده ده.
په خبره یې، وهل او ډبول د امیرالمؤمنین له امر او له اسلامي شریعت څخه سرغړونه ده.
ع