خبرونهاقتصاد

چارواکي: په نورستان کې د کانونو استخراج پیل کېږي چې له لارې به یې خلکو ته د کار زمینه هم برابره شي

 کابل، د زمري ۲ مه، باختر

په نورستان کې د اسلامي امارت ځايي چارواکي وايي چې ولایتي ادارې هڅه پیل کړې چې د کانونو معیاري او فني کېندنو له لارې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.

دغه څرګندونې د نورستان والي الحاج حافظ محمد اغا حکیم د کانونو او پترولیم له وزیر مولوي شهاب الدین دلاور سره په کتنه کې کړې دي. په دې کتنه کې د کانونو پر مسلکي سروې، عایداتو او د کانونو اړوند پر یو شمېر نورو مسائلو هم خبرې شوې دي.

د نورستان ولایت چې د یو شمېر قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو کانونه لري، د غیر قانوني کیندنو له مخنیوي وروسته، اوس د دغه ولایت ولایتي اداره هڅه کوي، چې د کانونو د معیاري او فني  کېندنو له لارې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.

د نورستان والي وايي، پلان لري چې د نورستان د کانونو قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو لپاره بازار موندنه وکړي او په نورستان کې ورته  په لوړه بیه د پېر او پلور لپاره زمینه برابره کړي، چې ورسره سم به د  خلکو اقتصادي وضعیت د بهبود سربېره هېوادوالو ته کاري فرصتونه هم برابر شي او دولتي عواید به هم ورسره لوړ شي.

په کتنه کې د کانونو او پټرولیم وزیر د نورستان والي ته ډاډ ورکړی، چې د کانونو پر مسلکي سروې، په فني ډول سپړنه، په شفافه او عصري بڼه د عوایدو په راټولونه او نورو برخو کې به له ولایتي ادارې څخه ملاتړ او له نږدې به ورسره کار کوي.

ن.ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته