ټولنه

چارواکي: ښاریان دې د سون غیرمعیاري توکي نه سوځوي

لښکرګاه/ د کب ۲ مه/ باختر
د هلمند په مرکز لښکر ګاه کې د چاپیریال ساتنې ادارې مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې یې خلکو ته سپارښتنه کړې چې د هغه توکو له سوځولو ډډه وکړي چې د چاپیریال د ککړتیا لامل کېږي.
د هلمند د چاپیریال ساتنې رییس انجنیر محمد ظاهرشاه صفاري د باختر آژانس له سیمه ييز خبریال سره په مرکه کې ویلي چې یو ګډ کمېسیون یې جوړ کړی او دغه کمېسیون اجازه نه ورکوي چې خلک د سون هغه توکي وسوځوي چې د هوا د ککړتیا لامل کېږي.
د چاپیریال ساتنې رییس وايي چې په ښار کې یې رضاکارې شوراګانې جوړې کړې او یادې شوراګانې د عامه پوهاوي په برخه کې فعالیت کوي.
صفاري زیاتوي چې په مرکز کې یې خلکو ته د چاپیریال ساتني د ګټو او له ککړ چاپیریال څخه د مخنیوي په برخه کې هم د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړ کړي او دغه لړۍ به ولسوالیو ته هم وغځوي.
هغه زیاتوي چې سږ کال به د لښکر ګاه ښار د ښکلا او سمسورتیا په موخه د دغه ښار په څلور لارو، دولتي ځایونو او پارکونو کې ۱۴۰۰ زینتي او ۸ زره نور بوټي کېنول شي.
هغه له ښاریانو غواړي چې روان کال یو نیالګی د ځان او یو نیالګی د هېواد لپاره کېنوي او ساتنه یې هم وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې نه یوازې په ژمي کې د لښکر ګاه ښار هوا ککړېږي، بلکې د کابل ښار هوا هم په هر ژمي کې د کال د نورو موسمونو پرتله څو چنده خرابه، ککړه او تیاره وي چې له امله یې تنفسي ناروغۍ هم ډېرېږي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته