خبرونهاقتصادټولنه

چارواکي: که په سمنګانو کې د زیان رسونکو ملخانو پر وړاندې مبارزه ونه شي، حاصلات به له منځه یوسي

کابل / د وري ۷ مه / باختر

په سمنګانو ولایت کې د بودجې د کمښت له امله کرنې ته د زیان رسونکو ملخانو مبارزې بهیر نه دی پیل شوی.  د کرنې ریاست مسوولین وايي: که په دغه ولایت کې د زیان رسونکو ملخانو پر وړاندې مبارزه ونه شي، حاصلات به له منځه یوسي.

د سمنګانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د بوټو د ساتنې مدیر ګلاب الدین غیاثي باختر آژانس ته وویل: دوی پلان درلود چې د روان کال د وري میاشتې له لومړی نېټې څخه د ملخانو پر ضد کمپاین پیل کړي؛ تر څو وکړای شي ۹ زره هکتاره ځمکه د دغه حشرې له شتون څخه پاکه کړي؛ خو د بودجې د نشتوالي له امله دغه کمپاین تر اوسه نه دی پیل شوی.

هغه وايي: که د دې حشرې پر وړاندې د تېرو کلونو په شان مبارزه ونه شي، سږ کال به سل په سلو کې په زرګونو هکتارو ځمکې کښت له منځه لاړ شي او د بزګرانو اقتصادي ودې ته به ډېر زیان ورسوي.

ښاغلي غیاثي وویل چې هر کال به یې د سمنګانو په ټولو برخو کې د ملخانو د له منځه وړلو کمپاین کاوه؛ خو په روان کال کې له یوې اوونۍ څخه ډېر وخت کېږي چې کمپاین نه دی پیل شوی.

هغه وویل چې تېر کال یې د غبرګولي میاشت کې د رباتک، تایخونک، منقوطن، د ولایت مقام ته اړوند د ګودره او ملي ښار اړوند شیرکیار، اوچ قدوق، د حضرت سلطان ولسوالۍ قلین قدوق والشه او د درې صوف ولسوالۍ په سفید کوتل سیمې کې سروې کړې. په خبره یې په دغه سروې کې څرګنده شوې چې ملخانو کابو ۹ زره هکتاره ځمکې کې هګۍ اچولې دي.

هغه وویل د ملخانو د له منځه وړلو له پاره اوسمهال د سمنګانو ولایت په کرنې ریاست کې ۳۵۰۰ لیتره د حشرو ضد درمل شته خو بسنه نه کوي.

په داسې حال کې چې د تایخوک، ایبک او د اوملي کلي، وګاودره، د حضرت سلطان ولسوالی او ملي اوچ قدوق او کابلي عربانو دهقانانو او بزګرانو د کرنې ریاست خبرې تائیدوي او زیاتوي چې میلیونونه ملخان اوس راڅرګند شوي او د دوی له کروندو څخه تغذیه کوي.

۳۲ کلن محمد عوض د سرشور کلي د تایخونک سیمې اوسېدونکی خپل کښت ته اندېښمن دی او وایي: ( یوه اوونۍ کېږي چې ملخان له ذهي څخه راوتي او واښه خوري؛ که چېرې دا ملخان ونه وژل شي، ټوله کرنه به له منځه یوسي.)

۶۳ کلن رحمت الله د حضرت سلیمان ولسوالۍ د منقوطن کلي اوسېدونکي وايي چې ملخانو یې په سیمو کې سلګونه هکتاره کرنیزه ځمکه ویجاړه کړې.

بزګران وايي که د ملخانو پر وړاندې مبارزه ونه شي کېدای شي په یوې یا دوو اوونیو کې ټولې کروندې له منځه یوسي.

د نباتاتو د ساتنې مدیر ګلاب الدین وايي چې دغه زیان رسونکې حشرې ۶۰ ورځې ژوند کوي او که یو جفت یې ښه تغذیه شي په درې پړاوونو کې ۱۰۰ دانې هګۍ د راتلونکي کال له پاره اچوي.

د هغه په وینا په همدې وجې هر کال د ملخانو شمېر مخ په ډېرېدو دی او هره ډله یې د میلیونونو ملخانو درلودونکي دي او که ورسره مبارزه ونه شي نو په ډله ییز ډول به پر کروند برید وکړي او په کم وخت کې به سلګونه هکتاره ځمکه له منځه یوسي، د څارویو څرځایونه به له وښو خالي کړي او بزګرانو او مالدارانو ته به نه جبرانېدونکي اقتصادي زیانونه ورواړوي.

احمدزۍ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته