خبرونهټولنه

چارواکي: کډوالو ته په بېلابېلو برخو کې اسانتیاوې برابريږي

کابل/ د وري٢٤ مه / باختر

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست وایي؛ په روان کال کې  زیاتو کډوالو او راستنیدونکو ته د پوهنې، روغتیا، پاکو اوبو او نورو برخو کې اسانتیاوې برابروو.

د باختر آژانس دخبرله مخې ؛ د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست الحاج خلیل الرحمن حقاني د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له مشر لیونارد زولو سره وکتل.

په دې  کتنه کې د راستنېدونکو او بې ځایه شویو لپاره د پروګرامونو او همکاریو په اړه خبرې وشوې.

لیونارد زولو وویل: موږ غواړو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت سره  همکاري وکړو چې کډوالو او بې ځایه شویو ته غوره خدمات وړاندې کړو.

هغه وویل: په نږدې راتلونکي کې به د هېواد په نورو ولایتونو کې د پنځو ښارګوټو  ترڅنګ د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په همکارۍ کډوالو ته د ژوند لومړنۍ اسانتیاوې برابرې کړو او هڅه به وکړو چې په لرو پرتو سیمو کې اړمن کسان په نښه  او مرسته ورسره وکړو.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست الحاج خلیل الرحمن حقاني د دوی        د همکاریو قدرداني وکړه او زیاته یې کړه، چې سږ کال به د ښوونې او روزنې، روغتیا، پاکو اوبو او نورو اسانتیاوو ترڅنګ ګڼ شمېر کډوالو او راستنیدونکو ته           چې هېواد ته راستنيږي اسانتياوې برابرې کړو.

حقاني همداراز د کډوالو او بې ځایه شویو لپاره د حرفوي زده کړو پر اړتیا ټینګار وکړ.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو څخه زيات کډوال بېرته هېواد ته راستنېږي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته