کابل، د چنګاښ١١مه، باختر
د چين د بهرنيو چارو وزارت ادعا کړې، چې امريکا د افغانستان له خلکو سره په جګړه کې په زرګونو تنه وژلي او په ميليونونو نور افغانان يې مهاجر کړي دي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند د وروستۍ زلزلې د افغانستان حالت په بيانولو سره ويلي، چې يوازې زلزله ځپلي د دغه هېواد ستونزه نه ده، هغه د دغه جګړه ځپلي هېواد عمومي حالت بحراني بللى او اعلام يې کړى، چې امريکا په افغانستان کې د انساني ناتار د پيل سبب دى.
ژائو ليجيان په يوه خبري کنفرانس کې وويل، چې واشنګټن زيات کلونه کېږي په افغانستان کې د جګړو، نښتو او د افغانستان د خلکو د لوږې او بيوزلۍ مسووله ده.
امريکا د افغانستان د خلکو پر وړاندې د تېرو شلو کلونو تېري او جګړو په بهير کې د دغه هېواد څه د پاسه ٣٠ زره وګړي وژلي او ١١ميليونه تنه نور يې مهاجر کړي دي.
هغه دغه راز ادعا وکړه، چې په دې موده کې واشنګټن په افغانستان کې د نشه يي توکو په توليد او سوداګرۍ کې شريک و او له دې مسئلې څخه د سترګو په پټولو سره د هغه ملاتړ کړى دى. په دې ډول د کوکنارو کرکېله او د اپينو توليد په افغانستان د امريکا له بريد څخه مخکې وختونو څخه ډېر زيات دى چې د افغانستان د خلکو ژوند او سلامتيا په جدي ډول ګواښوي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند دغه راز ويلي، چې امريکا په بې شرمۍ سره د افغانانو ٧ ميليارده ډالره پيسې کنګل کړي او د هغوى حالت يې زيات خراب کړى دى، دا لومړى ځل نه دى چې چين، امريکا په افغانستان کې د ناتار او بحران مسوول بولي، دغه هېواد تل په نړيوالو غونډو کې پر افغانستان د امريکا د تېري پر وړاندې څرګند دريځ درلود او په وار وار يې له امريکا غوښتي، چې د افغانستان د پيسو پر آزادولو سربېره امريکا بايد د افغانستان د ورانولو او د هغه د خلکو د وژلو غرامت ورکړي او د افغانستان د بيا رغوني بهير په مسوولانه ډول پرغاړه واخلي چې دا امريکا ته يو مکلفيت دى.
د چين ترڅنګ يو شمېر نورو هېوادونو هم امريکا په افغانستان کې د ناتار او بحران مسوول بولي روسيه او ايران هغه هېوادونه دي، چې له امريکا څخه يې غوښتي دي چې افغانستان ته غرامت ورکړي.
\ ج