خبرونهسیاستنړۍ

چين د امريکا له خوا د افغانستان خلکو ته د غرامت ورکولو غوښتنه وکړه

کابل، د غبرګولي ۲۸ مه، باختر

په داسې حال کې چې  د ملګرو ملتو سازمان د بشر د حقوقو په ٥٠ مه غونډه کې په افغانستان کې د بشر د حقوقو مسئله يوه مهمه خبره وه، په دغه سازمان کې  د چين استازي امريکا په افغانستان کې  د روانو ناخوالو مسوول وباله.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د ملګرو ملتو سازمان د بشر د حقوقو په ٥٠ مه درې ورځنۍ غونډه کې چې د جمعې په ورځ پاى ته ورسېده د غونډې برخه والو په افغانستان کې د بشر د حقوقو حالت پېچلى وباله خو د چين استازي امريکا په افغانستان کې د روانو ناخوالو مسوول وباله.

د ملګرو ملتو سازمان د بشر حقوقو په ٥٠ مه غونډه کې د چين استازي ټينګار وکړ چې امريکا بايد د افغانستان اوسني حالت مسووله وي او بايد د افغانستان خلکو ستونزو د جبيره کولو لپاره مانا داره ګامونه واخلي.

نوموړي وويل چې امريکا په افغانستان کې د بشري حقوقو د خرابېدو نارې وهي په داسې حال کې چې د افغانستان په زرګونو خلک  د امريکا د پوځي عملياتو په بهير کې  ووژل شول او په ميليونونو تنه نور د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شول.

د ملګرو ملتو په سازمان کې د چين استازي د امريکا له لوري د افغانستان د اسعاري زېرمو په بندولو په انتقاد سره ټينګار وکړ؛ امريکا د خپل اقدام د مسووليت منلو پرځاى په ښکاره د افغانستان د خلکو شتمني لوټې کړې او د دغه هېواد د خلکو ستونزې يې زياتې کړې دي.

هغه وويل:” چين له امريکا غواړي چې د افغانستان پر خلاف خپل يو اړخيز بنديزونه په سملاسي ډول لغوه کړي، د افغانستان د خلکو شمتنۍ له قيد او شرط پرته د افغانستان خلکو ته ورکړي او په مشخصو اقداماتو سره هغوى ته غرامت ورکړي.

نوموړي ويلي، چې اسلامي امارت په ځينو مواردو کې پرمختګ کړی خو په اقتصادي، امنيتي او بشر دوستانه موضوعاتو کې له يو لړ ستونزو سره مخ دى، چې همکاري او تعامل ته اړتيا لري.

اسلامي امارت په افغانستان کې د بشري حقوقو حالت د خرابېدو په اړه انتقادونه له واقعيت څخه لرې بللي او ټينګار يې کړى، چې اسلامي امارت بشري حقونه رعايت او تامين کړي دي.

اسلامي امارت پخوا هم د بشري حقونو په اړونده مسئلو کې له انتقادونو سره مخ و،  خو دغه انتقادونه زياتره له هغو هېوادونو او بنسټونو پورته شوي  چې د افغانستان له اسلامي امارت سره خپلې یو لړ ستونزې لري.

\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته