کابل، د زمري٥ مه، باختر
چین اعلام کړی چې د یوې سترې ټرانزیټي پروژې په توګه به د مزار شریف – کابل – پېښور د اورګاډي پټلۍ د جوړولو مالي ملاتړ وکړي.
د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي( یو شی يونګ ) د زمري په ۴ مه د افغانستان په اړه د تاشکند په غونډه کې وویل چې چین چمتو دی چې د ترمز- مزار شریف – کابل – پیښور د اورګاډي پټلۍ په ګډون د لویو سیمه يیزو ترانزیټي پروژو ملاتړ وکړي او دا پروژه کولای شي د چین لوېدیځ له منځنۍ آسیا سره ونښلوي.
انټرفاکس خبري آژانس د یو شی يونګ له قوله ویلي، چې بیجینګ افغانستان ته د منځنۍ او جنوبي آسیا ترمنځ د ارتباطي پله په سترګه ګوري.
په ۲۰۱۸ کال کې افغانستان، ازبکستان او پاکستان د ترمز – مزار شریف – کابل – پېښور د ريل پټلۍ د جوړولو تړون لاسلیک کړ او د ۲۰۲۱ کال په فبرورۍ کې یې د دې کرښې د سړک د نخچې سند نهايي کړ.
د ریل پټلۍ دغه پروژه ۵۷۳ کیلومتره اوږدوالی لري او کولای شي په یوه کال کې ۲۰ میلیونه ټنه مالونه انتقال کړي.
\ ذ