سیاستخبرونهټولنه

چین په افغانستان کې د طبیعي پېښو له مصیبت ځپلو سره مرسته کوي

کابل /د سلواغې ۲۰مه/باختر
د طبیعي پېښو د څېړنې په چارو کې د دولت وزیر ملا محمد عباس اخند په کابل کې د چین له سفیر وانګ یو سره په افغانستان کې د طبیعی پېښو له مصیبت ځپلو سره د مرستې د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې.
د باخترآژانس د خبر له مخې، د پېښو د څېړنې په چاروکې د دولت وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دې کتنه کې مولوي محمدعباس اخند د طبیعي پېښو مصیبت ځپلو ته د زیاتو مرستو د برابرولو په برخه کې له چین څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د خبرپاڼې د خبر له مخې د چین سفیر ویل، چې هېواد یې تل د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دی او په اوسنیو شرایطو کې د دغه هېواد خلکو ته زیاته پاملرنه لري.
د چین سفیر ډاډ ورکړ، چې د دغه هېواد دولت په پام کې لري بشردوستانه مرستې د افغانستان د اړوکسانو په واک کې ورکړي.
د یادونې وړ ده چې مخکې له دې د چین زیاتې بشردوستانه مرستې افغانستان ته لېږدول شوي دي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته