خبرونهسیاستتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

ډار اچوونکي بریدونه نشي کولای خلک د امن ټولنې د جوړولو له مفکورې څخه لرې کړي

 کابل، د غبرګولي ۲۸ مه، باختر

ډار اچوونکي په هېواد کې په مقدسه اماکنو او عبادت ځایونو په بریدونو سره د خلکو تر منځ د ډار د رامنځته کولو په لټه کې دي او له بله پلوه هڅه کوي چې اسلامي امارت د امنیت په تامینولو کې کمزوری وښيي.

د باختر آژانس مبصر لیکي: د کابل ښار د څلورمې ناحیې په مربوطاتو کې د اهل هنود هېواد والو پر یو عبادت ځای نن تروریستي برید وشو، دا په داسې حال کې ده چې پرون هم د کندز په یو جومات کې د چاودنې له امله یو لمونځ کونکی شیهد شوی.

د تېرې دوو میاشتو په بهیر کې ډار اچوونکو  په کابل او نورو ولایتونو کې په جوماتونو کې چاودنې وکړې چې له امله یې زموږ یو شمېر هېواد وال شهیدان شول او نن یې زموږ د اهل هنود هېوادوالو پر یو عبادت ځای برید کړ.

دغه شان بریدونه د دې ښکارندوی دي، چې ډار اچوونکو ته د قوم، دین او مذهب پرته د انسانانو وژل مطرح دی هغوی د خلکو تر منځ د ډار او وحشت فضا د رامنځته کولو په لټه کې دي او هڅه کوي اسلامي امارت  د امنیت په برخه کې ناکامه معرفي کړي او د دې تر څنګ ښیي چې دغه راز په صحنه کې شتون لري او کولای شي د نوي نظام په وړاندې یو امنیتي چلنچ وي.

هغوی چې په دغه شان کارونو لاس پورې کوي له دیني لارښوونو او الهي حکمونو بې خبره دې ځکه د اسلام مقدس دین د اعتدال سوله غوښتنې، آرامۍ، پرمختګ، عدالت غوښتنې دین دی، چې پکې توپیر او تعرض مردود دی د بېګناه انسانانو وژل یې ناروا بللی او هغو کسانو ته یې چې دغه شان ناوړه عمل ترسره کوي د دوزخ په اور کې د دایمي مجازاتو خبرداری ورکړی دی.

هغوی چې نن په کابل کې زموږ د اهل هنود هېواد والو پرعبادت ځای برید وکړ او پرون یې په کندز کې زموږ مسلمانو ورونو ته مرګ ژوبله واړوله، یواځې یو هدف لری، چې هغه هم د بې ګناه انسانانو وژل دي.

ډار اچوونکي د دغه شان عملونو په ترسره کولو سره د خلکو ترمنځ د ډار رامنځته کول د یو پلاني هدف په توګه تعقیبوي، هغوی داسې فکر کوي چې په هېواد کې په اوسني موجوده فضا کې چې ثبات او امنیت پکې تامین دی، په هره اندازه چې د ترور ناوړه عمل په ښکاره او په زیاتو او توبوتو ترسره شي دغه ډلې په خپل فکر خپل شتون خلکو ته ښکاره کوي، خلک په رواني ډول ځوروي او د اسلامي امارت په وړاندې ټولنیز باور له منځه وړي.

په داسې حال کې چې د دغه شان شریرو عناصرو په وړاندې د امنیتي ځواکونو غبرګون ګړندی او جدي وو او هغوی ونه شو کړای خپلو ټاکل شویو موخو ته ورسېږي.

ډار اچوونکي باید پوه شي چې خلک د هغو واقعیتونو او ارزښتونو چې د دوی په ټولنه کې شتون لري ملاتړ کوي، نننۍ امنیت او ثبات په افغانستان کې د امنې ټولنې مولفه ده، ډار اچوونکي نشي کولای په خپلو دغه شان ناوړو عملونو سره ځان په افغانستان کې اغېزمن معرفي کړي، خلک شرارت او بربریت ته نه تسلیمېږي او دغه شان ناوړه بریدونه او پېښې نشي کولای د هغوی هوډ ته  چې د یوې امنې ټولنې جوړول دي، زیان ورسوي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته