سیاست

ډاکترزلمي له خپل جاپاني سيال سره وکتل

کابل باخترد جدي  دمياشتې ٢١:

دبهرنيو چارو وزير ډاکتر زلمي رسول نن له خپل  جاپاني سيال سره په کابل کې وکتل.

 په دې کتنه کې زلمي رسول وويل افغانستان او  جاپان  هغه دوه هيوادونه دي  چې ددوى ترمنځ نږدي اړيکې اوپراخې همکاري  ددواړو ملتونو په تاريخي دوستي  او صميمانه  ورورولۍ کې ژورې جرړې لري .

دافغانستان دبهرنيو چارو وزير هيله وکړه  چې دتوکېو کنفرانس دبن دکنفرانس ارزښتونه له افغانستان سره  دنړۍ داقتصادي مرستو په برخه کې عملي کړي .

ټاکل شوې ده  دتوکېو کنفرانس دروان ميلادي کال په جولاي مياشت کې د دجاپان په کوربه توب جوړشي  اوپه هغه کې  دتحول دلسيزي په بهيرکې  (٢٠١٥ _ ٢٠٢٥ ) دافغانستان دبياجوړولوسره دنړيوالې ټولنې داقتصادي مرستو په باب تصميمونه ونيول شي .

دجاپان دبهرنيو چارو وزير وويل هيله ده دتوکېو کنفرانس   عملي ارزښتونه ولري  او يوازي په ګنګو او غيرڅرگندو نتيجو  محدود پاتي نه شي .

ډاکتر زلمي وويل  چې  جاپان دنړۍ په کچه له افغانستان سره دويم ستر مرستندوي هيواد دى  او دافغانستان خلک او دولت  په تيرو ديرشو کلونو  اوپه تيره بيا په وروستۍ لسيزه کې دجاپان ددولت اوخلکو دسخاوتمندانه مرستو له امله  دزړه له کومي  مننه کوي .

دتوکېو ، لندن او پاريس په کنفرانسونو کې دجاپان مرستي دوو بليونو ډالرو ته رسيدلي دي او دغه پيسې  له افغانستان سره ددغه هيواد دنويو پنځه مليارده ډالري مرستي په اعلام سره  اووه ملياردو ډالرو ته  رسيږي  چې تراوسه پوري  درې اعشاريه  پنځلس مليارده ډالره يې  په افغانستان کې لگيدلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته