سیاست

ډاکتر عبدالله د مسعود اندرابي ګوښه کول يو عجولانه او د سياسي موافقه ليک پرخلاف تصميم وباله

کابل /د کب ٣٠مه /باختر
د ملي مصالحې د عالي شورا رييس د کورنيو چارو له وزارت څخه د مسعود اندرابي ګوښه کول يو عجولانه تصميم وباله .
د هېواد جمهور رييس پرون د قندهار پخواني والي حيات الله حيات د کورنيو چارو وزارت د سرپرست او جنرال محمد ايوب سالنګي د دغه وزارت د لومړي مرستيال په توګه وګوماره او د کورنيوچارو وزارت له سمت څخه د مسعود اندرابي د ګوښه کولو په اړه څرګندونې نه دي شوي.
د ملي مصالحې د عالي شورا رييس ډاکترعبدالله عبدالله د مسعود اندرابي ګوښه کول يوعجولانه او د سياسي موافقې پرخلاف تصميم بللى دى.
ډاکتر عبدالله عبدالله په هغې اعلاميه کې چې نن د هغه د دفتر له خوا خپره شوې ده ويلي دي دغه تصميم له سلامشورې او موجه دليل پرته يو عجولانه تصميم او د دواړو لورو ترمنځ د سياسي موافقه ليک پرخلاف نيول شوى دى.
هغه د جمهور رييس دغه تصميم په اوسنيو شرايطو کې د هېواد د ملي ګټو پرخلاف او د منلو وړ نه دي بللې .
ختم – ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته