سیاستخبرونه

ډاکتر عبدالله عبدالله هېواد ته راستون شو

کابل، د غبرګولي۲۱مه، باختر
په پخواني حکومت کې د ملي روغې جوړې د عالي شورا رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله نن سهار له ۴۳ ورځني سفر وروسته له هند څخه هېواد ته راستون شو.
د باختر آژانس د خبرله مخې، ډاکترعبدالله عبدالله، چې د خپلې کورنۍ له غړو سره د کتنې په مقصد هند ته تللی و، د کابل هوايي ډګر ته د راستنېدو په وخت کې هیله څرګنده کړه چې د افغانستان خلک د سولې او عدالت په فضا کې ژوند وکړي.
هغه د اسلامي امارت له مسوولینو هم وغوښتل چې د سوله ییز فضاء د رامنځته کولو لپاره هڅه وکړي.
ډاکتر عبدالله عبدالله، چې د اجرائیه ریاست او د ملي روغې جوړې د عالي شورا د رئیس په ګډون په مهمو پوسټونو کې کار کړی و، د پخواني حکومت له راپرځېدو وروسته له افغانستان څخه ونه وت او د کوچني اخترله راسېدو مخکې د خپلې کورنۍ له غړو سره د کتنې په مقصد هند ته لاړ او ۴۳ ورځو له تېرېدو وروسته بېرته هېواد ته راستون شو.
د یادونې وړ ده چې له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون د هلوځلو په پایله کې یو شمېر سیاستوال او د پخواني حکومت یوشمېرمقامات هېواد ته راستانه شوي دي.
په پارلماني چارو کې د دولت پخوانی وزیر فاروق وردک، د ترانسپورت وزارت پخوانی مسلکي معین او سرپرست حسن مبارک عزیزي او د برېښنا شرکت پخوانی رئیس امان الله غالب د پخواني حکومت هغه مقامات دي، چې په وروستیو ورځو کې هېواد ته راستانه شوي دي.
له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمیسیون مسوولین وايي، چې ټاکل شوې ده په نږدې راتلوونکي کې یوشمېر نور سیاستوال او د پخواني حکومت یو شمېر مقامات هېواد ته راستانه شي.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته