ښوونه او روزنه

ډاکتر لطف الله خيرخواه: له ټولو علومو څخه بايد مسلمانانو ته د خدمت لپاره استفاده وشي

کابل/ د مرغومي ٢٩مه / باختر:
د لوړو زده کړو وزارت علمي معين ډاکتر لطف الله خيرخواه ” د افغانستان د تحصيلي نظام راتلوونکي او د حقوقي اوقضايي علومو مقام ” په علمي کنفرانس کې څرګنده کړه چې له ټولو علومو بايد د مسلمانانو د خدمت لپاره استفاده وشي .
د باخترآژانس د خبرله مخې؛ د لوړو زده کړو وزارت علمي معين په دې کنفرانس کې چې د سلام پوهنتون په اهتمام جوړ شو وويل چې د اسلام په مقدس دين کې د خدمت کولو له پلوه دعلومو ترمنځ کوم توپير نشته او له ټولو علومو څخه بايد مسلمانانو ته د خدمت لپاره استفاده وشي.
د لوړو زده کړو وزارت علمي معين زياته کړه؛ افغانستان داسې هېواد دى چې اصيل ثقافت او وياړلى تاريخ لري او زموږ ټول علوم او علمي څانګې بايد په هغه پورې تړلې وي او موږ اړتيا لرو چې د خپل اصيلو ارزښتونو او ثقافت له مخې علمي خدمتونه وړاندې کړو.
ډاکتر لطف الله خيرخواه دغه راز د خپلو خبرو په بهيرکې د هېواد د دولتي پوهنتونونو پرانستلو ته هم اشاره وکړه او ويې ويل؛ د هغو محصلانو د لوست پيل او فراغت چې په وروستي سمستر کې دي د لوړو زده کړو وزارت له کاري لومړيتوبونو څخه دي او په دې برخه کې په جدي ډول کار دوام لري.
\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته