فرهنګ

ډاکتر کمال سادات : د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پخوانۍ سيمه ييز ې موسيقۍ به احيا کړي.

کابل – باختر د سلواغې د مياشتې ٦
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ډاکتر کمال سادات نن دخوست ولايت دهنري ټولنې له مسوول سره په کتنه کې ټولې ستونزې او غوښتنې واوريدې.
دباختر آژانس دخبرله مخې : په دې کتنه کې دخوست ولايت دهنرمندانو د ټولنې مسوول ګل رووف شوقي ، ددغه ولايت دموسيقۍ د هنرمندانو دکار ستونزې بيان کړې او په دغه ولايت کې دموسيقۍ هنر په تيربيا سيمه ييزو سندرغاړو ته د ودې د زمينې دبرابرولو او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دپاملرنې غوښتنه وکړه.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ددې ترڅنګ چې دبېلابېلو برخو دهنرمندانو په تيره بيا سندرغاړو رول ارزښتناک وباله دهېواد له هنرمندانو څخه په قدردانې سره ياد کړل چې دهېواد دسيمه ييزې موسيقۍ په ژوندي ساتلو کې زياتې هلې ځلې کړې دي.
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست دغه راز دهېواد هنرمندانو په تيره بيا دسيمه ييزې موسيقۍ هنرمندانو ته هم د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دپاملرنې ډاډ ورکړ.
ده وويل : د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په پلان کې لري چې د لرغونې اوسيمه ييزې موسيقې دبيا احيا کولو په لاره کې هلې ځلې وکړي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته