خبرونهښوونه او روزنه

په لغمان کې د ۳۵۲ زره ډالرو په لګښت د نجونو یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

کابل، د مرغومي ۵مه، باختر

د لغمان د پوهنې ریاست مسوولین په دغه ولایت کې د ۳۵۲ زره ډالرو په لګښت د نجونو یوه ښوونځي ته د ودانۍ د جوړولو خبر ورکوي.

د یادې ودانۍ د پرانیستلو پرمهال د یاد ولایت والي  قاري ذین العابدین عابد وویل، چې د الینګار ولسوالۍ په سنګره سیمه کې د یونیسیار موسسې په مالي ملاتړ د ۳۵۲ زره ډالرو په لګښت د نجونو یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه او ګټې اخېستنې ته سپارل شوې ده.

په ورته وخت کې د یاد ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رئیس مولوي غلام الرحمن بلال وویل د ښوونځي دغه ودانۍ په دوو پوړونو کې چې په کې ۱۲ ټولګي او ۴ اداري خونې، یو کمپیوټر لب، د اوبو شبکه، تشنابونه او د ساتوونکو خونې جوړول شامل دي رغول شوی ده.

د یادونې وړده چېپه یاد ښوونځي کې شاواخوا ۱۶۰۰ زده کوونکو ته د زده کړو زمينه برابره شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته