فرهنګ

ډاکتر کمال سادات : هر هغه پروګرام چې د ځوانانو په ژوندانه کې دمثبت بدلون سبب شي دهغه ملاتړ کوو .

کابل باختر دکب  درې ويشتمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين ډاکتر کمال سادات نن  دملګروملتو دسازمان دپرمختيايي ادارې له استازي سره  په غونډه کې په افغانستان کې  د جندر په برخه کې دعالمانو ، ځوانانو او رضاکارانو د کاروان دپروژې  دطرحې په باب خبرې  وکړې .
  دباختراژانس دخبرله مخې، په دې غونډه کې دملګروملتودسازمان دپرمختيايي ادارې استازي  سيف الله  سايز  ددغې پروژې په باب معلومات ورکړل  او ويې ويل  چې دغه پروژه هلې ځلې کوي  چې  دجندر دبرابروالي او داړوندو بنسټونو په همغږى  دنجونو ځواکمنتيا لوړه کړي .
ده زياته کړه  چې دښځو دچارو وزارت دحج او اوقافو دوزارت او داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو دمعينيت  په همکارى  له نږدې دملګرو ملتوسازمان له پرمختيايي ادارې او دملګروملتوسازمان درضاکارانو له ادارې سره  له نږدې په افغانستان دجندر دبرابروالي  دپوهاوي ورکولو په خاطر  ديوپراخ  کار  دترسره کولو لپاره  دډيرې اغيزمنې لارې  په توګه  له رضاکارانو څخه داستفادې، په افغانستان کې  دجندر او دښځو  دحقوقودزياتوالي دجندر او دښځودحقوقو دبرابري  په پرمختګ او رهبري کولو کې  دځوانانو درول  دپياوړتيا او دبيلابيلو وزارتونو  په ملاتړ اوهمکاري  دملي رضاکارانو دشبکو دجوړولو له لارې  دافغانستان درضاکارانو لپاره ديو بنسټ په توګه کار وکړي .
دغه راز  دښځو دچارو وزارت  دپروژې  دڅارنې او همغږى مسووليت  په غاړه لري .
  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معينيت دولايتونوپه کچه  دپوهاوي ورکولو او دادخواهي لپاره درضاکارو ځوانانو ډلې جوړ او ملاتړوکړي
او دغه راز  دحج او اوقافو وزارت دښځو دحقوقو اوپه هغې پورې  داړوندو موضوعګانو په برخه کې  دپوهاوي درسولو په خاطر دديني عالمانو او ديني مدرسو له خوا  دروزنيزو پروګرامونو په جوړولو سره دفعاليتونو دټولنې دهڅونې او بدلون  او دخلکو دفرهنګ په تطبيق کې کار وکړي .
  په دې غونډه کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين  ددې ترڅنګ چې  دهېواد په بيلابيلو چارو کې  دځوانانو رول ارزښتناک وباله له دغې پروژې سره يې  دځوانانو دچارو دمعينيت  ملاتړ اوهمکاري  څرګنده کړه او ويې ويل  هر پروګرام چې د ځوانانو په ژوندانه کې د مثبت بدلون سبب شي  له هغه ملاتړ کوو . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته